د ایران حکومت په دې وروستیو کې د ګل محمد محمدي په نوم یو درویشت کلن افغان تبعه د اصفهان په دستګرد زندان کې اعدام کړی دی. دا ځوان افغان له یوه ایراني لاریون کونکي سره یوځای په پټه توګه اعدام شوی دی.
د بشري حقونو بنسټونه وايي چې د دې قضیې لس نور تورن کسان هم په راتلونکو ورځو کې د اعدام له جدي ګواښ سره مخ دي. د ایران محکمې دا کسان د لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو په وژنه کې په لاس لرلو تورن کړي دي.
خو د بشري حقونو سازمانونه دا تورونه ردوي او د محکمې بهیر په بشپړه توګه غیر عادلانه بولي. مدني فعالانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د نورو افغان کډوالو د اعدام د مخنیوي لپاره سمدستي ګامونه پورته کړي.
🌐 #افغان\_کډوال #بشري\_حقونه #ایران