په کونړ ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې یوه لوستې ځوان د سختو اقتصادي فشارونو له امله خپل ژوند پای ته رسولی دی. دا تریخه پیښه د شنبې په ورځ د دې ولایت په منوګي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
دغه ځوان چې زاهد نومیده، د لیسانس تر کچې یې زده کړې کړې وې خو ونه توانیده چې ځانته کار پیدا کړي. د هغه ملګري وايي چې نا امیدۍ او اوږدمهاله بېکارۍ هغه دې ته اړ کړ چې ځان وژنه وکړي.
په کونړ ولایت کې د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه د دې پیښې په اړه هیڅ نظر ندی ورکړی. له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته، په ټول افغانستان کې د بې وزلۍ، بېکارۍ او رواني ستونزو له امله د ځوانانو د ځان وژنې کچه خورا لوړه شوې ده.
🌐 #کونړ #اقتصاد #بېکاري #افغانستان