په سمنګان ولایت کې امنیتي سرچینو تایید کړې چې یوه سړي د دې ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې خپل ورور په ډزو وژلی دی. دا خونړۍ پیښه د شنبې په ورځ په کوکجر کلي کې رامنځته شوې ده.

راپورونه ښيي چې مقتول محمد اشرف نومیده او د خپل ورور د قهر ښکار شوی دی. د دې ورور وژنې اصلي انګیزه د کرنیزې ځمکې د مالکیت پر سر شدیدې کورنۍ اختلافات بلل شوي دي.

په سمنګان ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د قاتل د نیولو په اړه څه ندي ویلي. حقوقي دعوو ته په خپل وخت او عادلانه توګه نه رسیدګي د دې لامل شوې چې دا ډول شخړې په افغانستان کې په مرګوني تاوتریخوالي بدلې شي.

🌐 #سمنګان #کورنی\_تاوتریخوالی #افغانستان

Author