په ننګرهار ولایت کې ځایي سرچینو د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د دوو کسانو د جسدونو د موندل کیدو خبر ورکړی دی. دا جسدونه په داسې حال کې موندل شوي چې د دواړو مقتولینو لاسونه او پښې تړل شوي وو.

د راپورونو له مخې، د دې دوو کسانو پر بدن د چاقو د ګوزارونو نښې په ښکاره توګه لیدل کیدې. د دې کسانو جسدونه لومړی یوې امنیتي پوستې او بیا د ننګرهار ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

تر اوسه د مقتولینو دقیق هویت او د دې بوږنونکې وژنې انګیزه نه ده څرګنده شوې او د طالبانو حکومت هم پدې اړه څه ندي ویلي. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې مرموزې وژنې د پام وړ زیاتې شوې دي.

🌐 #ننګرهار #امنیت #مرموزې\_وژنې

Author