نن د افغانستان د وروستي پاچا محمد ظاهر شاه د مړینې نولسم کليزه ده. هغه په دیارلس سوه شپږ اتیا لمریز کال کې په کابل کې ومړ او په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

ظاهر شاه څلوېښت کاله پاچاهي وکړه او شاوخوا دېرش کاله یې په جلاوطنۍ کې تیر کړل. د خپلې واکمنۍ پر مهال، هغه افغانستان په دویمه نړیواله جګړه کې بې پرې وساته او د سترو قدرتونو ترمنځ یې انډول ساتلی و.

د هغه د پاچاهۍ په دوره کې اقتصادي سمونونه راغلل او د ښځو لپاره د زده کړې زمینه برابره شوه. د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته، هغه هیواد ته راستون شو او لویې جرګې ورته د ملت بابا لقب ورکړ.

#ظاهر\_شاه #افغانستان #تاریخ

🌐

Author