د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر نن د نورستان ولایت ته سفر وکړ او د سیلاب ځپلو سره یې لیدنه وکړه. هغه ژمنه وکړه چې مرستې به تدریجي توګه اغیزمنو ته ورسول کیږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مشر سید کریمي هاشمي هم پدې سفر کې ګډون درلود او د سوداګرۍ له خوا یې شپږ میلیونه او خپله یې یو میلیون افغانۍ سیلاب ځپلو ته ورکړل.
د سرطان د میاشتې ۲۹ نیټه د پارون ښار او شاوخوا سیمو کې ویجاړونکي سیلاب ۲۴ کسان ووژل، ۳۵ یې ټپیان کړل او ۳۵ میلیون ډالره مالي زیان یې رسولو. پرون د نورستان مندول ولسوالۍ کې هم بیا سیلاب راغی.
#نورستان #سیلاب #افغانستان #بشري\_مرستې #برادر