د ناروې حکومت د اسد د ۱۵مې نیټې پنجشنبه اعلان وکړ چې ۵۸۰ میلیونه ناروېژي کرونه، چې شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالرو سره برابر دي، د افغانستان او نورو پنځو هیوادونو — کولمبیا، لبنان، میانمار، سوریه او یمن — کې د ماین پاکولو او د ماین قربانیانو سره د مرستې لپاره ځانګړي کړل.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیر د ماینونو او د جګړې د نه چاودیدلو مواد د اوږدمهاله خطرونو پر وړاندې خبرداری ورکړ. دا مرسته به د ماین پاکولو کې فعالو پنځو نړیوالو سازمانونو ته ورکول کیږي او راتلونکو ۴ کلونو کې به لګول کیږي.
افغانستان د ماینونو له مخې د نړۍ له ترټولو ککړو هیوادونو څخه دی. د ملګرو ملتونو له احصایو سره سم، شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان د ماین ککړو سیمو سره نږدې اوسیږي.
#ماین\_پاکول #افغانستان #ناروې #بشري\_مرسته
🌐