د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي تانزانیا ته سفر کړی او په دارالسلام ښار کې د دغه هېواد د پانګونې او کانونو په اووم نړیوال کنفرانس کې یې برخه اخيستې ده. دغه غونډه د پانګونې د فرصتونو د معرفي کولو او د صنعتونو د پراختیا لپاره جوړه شوې ده.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې عزیزي د دغې غونډې په لومړۍ ورځ د تانزانیا د ولسمشر له مرستیال دیوګراتیوس جان ندیمبي او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره کتلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو د سوداګرۍ وزیر همدارنګه د ګډونوالو هېوادونو د وزیرانو په یوې ځانګړې غونډه کې هم ویناوې کړي او د اقتصادي همکاریو په اړه یې خپل نظرونه شریک کړي دي. د وزارت له لوري د شویو خبرو اترو بشپړ جزییات نه دي په ډاګه شوي.
د طالبانو دغه وزارت زیاته کړې چې په دغه نړیوال پروګرام کې د دوی استازي هڅه کړې چې د افغانستان د پانګونې ظرفیتونه معرفي کړي او له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې وغځوي.
د تانزانیا د کانونو او پانګونې اووم نړیوال کنفرانس د نومبر له ۱۹ تر ۲۱ نېټې دوام درلود او د کورنیو او بهرنیو بنسټونو تر ۱٬۷۰۰ ډېرو استازو پکې برخه اخيستې وه.
په دغه کنفرانس کې د نورالدین عزیزي شتون په وروستیو پنځو کلونو کې په یاد نړیوال فورم کې د طالبانو د استازي لومړی ثبت شوی حضور بلل کېږي.
سرچینه: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت
🌐