د افغانستان متحد جبهې جمعه ورځ اعلان وکړ چې د هغې ځواکونو تیرو دوو ورځو کې لږترلږه ۸ طالبان ووژل او ۱۱ نور یې ټپي کړل. د دې جبهې له وینا، قندهار، هلمند، غور، بغلان او بدخشان ولایتونو کې شپږ عملیات ترسره شوي دي.
جبهې ادعا کړې چې د دې عملیاتونو پر مهال یې دوه د طالبانو مرکزونه نیولي او یو شمیر وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي. قندهار کې د طالبانو یو لوړرتبه پولیس افسر او یو بل غړی د پنځلسمې امنیتي حوزې کې ووژل شول. هلمند کې هم د طالبانو یو قوماندان ووژل شو.
غور ولایت کې دوه طالبان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول، او د جبهې ځواکونو یو د طالبانو مرکز ونیو. طالبانو تر اوسه پدې ادعاوو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
#متحد\_جبهه #طالبان #افغانستان #پوځي\_عملیات
🌐