د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورګر ریچارډ بینیټ د جمعې پر ورځ وویل چې د کابل کې د ښځو او ماشومانو د حقوقو د تحقیقاتي ادارې شپږو کارمندانو بندیتوب ډیر اندیښمنوونکی دی او د هغوی د سمدستي آزادۍ غوښتنه یې وکړه. هغه وویل چې درې اونۍ وروسته هم د دوی پر وړاندې هیڅ تور نه دی لګول شوی.
د طالبانو ځواکونو د وږي د میاشتې پای ته د دې ادارې دفتر ته یرغل وکړ او شپږ کارمندان یې ونیول. د ادارې بنسټ ایښودونکې زرقا یفتلي تاییده کړه چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د هغې همکاران او د کورنۍ دوه غړي هم بوتلل.
دا اداره چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې کابل کې فعاله وه، د ښځو او ماشومانو د حقوقو په برخه کې یې تحقیق، دادخواهي او روزنه کوله. د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته مدني ټولنه، په ځانګړي توګه د ښځو د حقوقو دفاع کوونکي سازمانونه، د پراخو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
#د\_ښځو\_حقوق #ملګري\_ملتونه #طالبان #افغانستان #بشري\_حقوق