د افغانستان جبهه متحد د جمعې پر ورځ اعلان وکړ چې د هغې ځواکونو د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیې فرماندهۍ پر وړاندې بریالۍ عملیات ترسره کړل. د دې حملې پایله کې یو طالب ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
سیمه ییزو سرچینو مخکې هم رسنیو ته وویل چې د طالبانو مواضع د ارګو ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال د راکټي حملې هدف شوي دي. طالبانو د دې حملې وروسته لږ تر لږه درې کسان بند کړل.
د سمیع سادات تر مشرۍ لاندې جبهه متحد تیره اونۍ کې د شپږو ولایتونو کې د ډیرو حملو مسؤلیت پر غاړه اخیستی او اعلان یې کړی چې خپلې عملیات به نور هم پراخوي.
#جبهه\_متحد #بدخشان #طالبان #افغانستان