د اروپا د پارلمان غړې هانا نیومن وویل چې د طالبانو د واکمنۍ د راستنیدو له پنځو کلونو وروسته، دا ډله هیڅ بدلون نه دی کړی خو اروپا بدله شوې او افغانان یې یوازې پریښي دي. هغې ولیکل چې اروپا له «له افغانانو ساتنه» پوښتنې «د طالبانو سره د همکارۍ» پوښتنې ته رسیدلې ده.
نیومن د برلین د افغان سفارت او د بون د قنسلګرۍ کې د طالبانو د استازو د حضور خبره وکړه او دا یې د ګام پر ګام عادي کولو بلله. هغې وویل چې د آلمان افغان مهاجرین د هویتي اسنادو لپاره د هماغه رژیم استازو ته اړ دي چې له هغه یې تښتیدلي دي.
د اروپا پارلمان دې غړې خبرداری ورکړ چې ځینې افغانان د برلین سفارت له لارې د طالبانو لاسرسي وروسته د خپلو خپلوانو د ډارولو او فشار له وېرې ژوند کوي. هغې وویل چې اروپا طالبانو ته دا اشاره ورکړې چې که مهاجرت کنټرول کړي، نو اروپا کې نفوذ لرلی شي.
#اروپا #طالبان #بشري\_حقوق #افغانستان #عادي\_کول
🌐