د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې چې سرتېرو یې په زابل ولایت کې د طالبانو د حکومت یو پوځي وژلی دی. دغې جبهې وویل چې دغه کس په ۲۰۵ البدر قول اردو کې دندې ترسره کولې.

دغې جبهې همدارنګه په خوست کې د طالبانو د امر بالمعروف د یوه مسؤل د وژلو مسؤلیت هم پر غاړه اخیستی و. د دوی پوځي تحرکات ډېر شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغې جبهې د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او دا خبرې یې نه دي تائید کړې.
🌐 #افغانستان #زابل #طالبان #جګړه

Author