د القاعدې میډیا څانګې السحاب د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویډیو خپره کړې چې په هغې کې د حمزه بن لادن انځورونه ښودل شوي دي. دې ویډیو یو ځل بیا د اسامه بن لادن د زوی د ژوندي پاتې کېدو په اړه بحثونه تود کړي دي.

د سي آی اې پخوانۍ کارمنده سارا آدامز ادعا کوي چې دا انځورونه په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د قندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې اخیستل شوي دي. خو امنیتي شنونکي په دې باور دي چې دا یوازې تبلیغاتي هڅه ده او د حمزه د ژوندي کېدو قوي ثبوت نه دی.

د دې انځورونو له کلونو وروسته خپرول د یو شمېر کارپوهانو لخوا د القاعدې استراتیژیک صبر بلل شوی دی. په هر صورت، شنونکي ټینګار کوي چې د تبلیغاتي ویډیوګانو خپرول د دې ډلې د عملي ځواک د بیا ژوندي کېدو په معنی نه دي.

#القاعده #حمزه_بن_لادن #قندهار #افغانستان #امنیت #خبردوی
🌐 zarintv.com