د کډوالۍ نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې له پاکستان او ایران څخه راستنیدونکو افغان کډوالو ته د ورکړل شویو مرستو ترمنځ ستر توپیر شتون لري او له پاکستان څخه راستنیدونکي شاوخوا درې برابره زیاتې مرستې ترلاسه کوي.د راپور له مخې، ډیری راستنیدونکي د خوړو او سرپناه په برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي، خو د دې ټولو سره سره د دوی لویه برخه بیرته د هیواد پریښودو هوډ نه لري.دغه سازمان زیاته کړې چې په وروستیو کلونو کې ملیونونو کسانو هیواد ته مخه کړې چې د نړیوالې ټولنې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.#کډوال #ملل_متد #پناهجویان #افغانستان
د کډوالۍ نړيوال سازمان: له پاکستان څخه راستنیدونکو ته د ایران په پرتله درې برابره زیاتې مرستې رسیدلي