د ژورنالیستانو مرکز د معلوماتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل چې په هیواد کې د معلوماتو د ترلاسه کولو حق د سختو بندیزونو له امله تر پښو لاندې شوی دی.دغه بنسټ زیاتوي چې د طالبانو سختو قوانینو، په رسنیو کې د ښځو په کار بندیز او د خبریالانو پرله پسې نیونو د بیان ازادي په کلکه محدوده کړې او خپلواک فعالیتونه یې له خنډ سره مخ کړي دي.یاد مرکز له چارواکو غوښتي چې ټول لګول شوي بندیزونه لغوه کړي او له نړیوالې ټولنې یې د رسنیو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.#حقوق_بشر #رسانه #خبرنگاران #د_بیان_ازادي

Author