په بدخشان کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د سې شنبې په ورځ، د میزان په اوومه، د محمد په نوم یو یتیم ماشوم د دغه ولایت په پنځمه ناحیه کې په یوه جومات کې د یوه ملا له خوا سخت وهل شوی دی. د سرچینو په وینا، د دغه ماشوم مور د احتمالي پایلو له وېرې د دغې قضیې له شکایت او تعقیب څخه ډډه کړې ده.

یوه عیني شاهد افغانستان انټرنیشنل ته وویل چې په خپله د دغه ماشوم د وهلو شاهد و او له دغې پېښې یې عکس اخیستی دی. د هغه په وینا، د ملا منیب الرحمن په نوم یو کس، چې د طالبانو د حج او اوقافو ادارې له خوا په دغه جومات کې فعالیت کوي، دغه ماشوم وهلی دی.

دغې سرچینې زیاته کړه، له پېښې وروسته هغه او څو نورو کسانو له ملا منیب الرحمن سره خبرې وکړې، خو ملا ادعا وکړه چې ماشوم کومه سرغړونه نه ده کړې او بیا یې په بې پروایۍ د ماشوم مور ته وویل: "هر چېرې چې غواړئ لاړ شئ او شکایت وکړئ، مهمه نه ده."

دغې پېښې ته په غبرګون کې، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخواني قومندان، سمیع سادات، وویل چې د طالبانو تر ولکې لاندې په دیني مدرسو کې ماشومان د زده کړې پر ځای له "وېرې، درد او سپکاوي" سره مخ دي. هغه خبرداری ورکړ چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی اوږدمهاله او نه جبرانېدونکې رواني پایلې لرلای شي.

ښاغلي سادات زیاته کړه: "کله چې یو ښوونیز مرکز د تاوتریخوالي په ځای بدل شي، موږ څه ډول ټولنه جوړوو؟" هغه ټینګار وکړ چې په دیني مدرسو کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی باید ودرول شي او عاملین یې باید ځواب ویونکي وي.

دا په وروستیو میاشتو کې په دیني مرکزونو کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څووم راپور دی. تر دې مخکې، د میزان په لومړۍ نېټه، په کندهار کې د یوه اووه کلن ماشوم کورنۍ ویلي وو چې زوی یې درس ته د ناوخته رسېدو له امله په ۷۰ دُرو وهل شوی دی.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author