د افغانستان ملي برېښنا شرکت (برشنا) اعلان وکړ چې د بدخشان ولایت سرحدي سیمو ته د برېښنا رسولو په موخه یې له یوه تاجکستاني شرکت سره هوکړه لیک لاسلیک کړی دی. دا قرارداد د "پامیر انرژي" شرکت سره د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې لاسلیک شو.

برشنا شرکت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د شنبې په ورځ، د میزان په ۱۱مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا هوکړه لیک د طالبانو له خوا د دغه شرکت د رئیس عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ شرکت د رئیس امیرخان رحیم له خوا لاسلیک شو. دغه شرکت همدارنګه زیاته کړه چې د بدخشان مرکز ته د ۱۱۰ کیلوولټه برېښنا مزي د قرارداد د غځولو په اړه هم خبرې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، پامیر انرژۍ شرکت ژمنه کړې چې د برېښنا شرکت نور وړاندیزونه به هم د برېښنا رسولو او قراردادونو د غځولو په برخه کې وڅېړي. طالبانو د دغه هوکړه لیک لاسلیک د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا او د هېواد د برېښنا د تامین په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

افغانستان خپله شاوخوا ۷۵ سلنه اړینه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه واردوي او پر دغو وارداتو ډېره تکیه لري.

برشنا شرکت د میزان په اتمه له تاجکستان څخه غوښتي وو چې افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا کچه لوړه کړي. دا غوښتنه د دغه شرکت د رئیس او د تاجکستان د برېښنا شرکت د رئیس محمد عمر اسوزاده ترمنځ په لیدنه کې مطرح شوې وه.

د راپورونو له مخې، تاجکستان د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته شاوخوا ۷۰۲ میلیونه کیلوواټ ساعته برېښنا صادره کړې، چې په دې سره افغانستان د دغه هېواد د برېښنا تر ټولو لوی پیرودونکی ګرځېدلی دی.

سرچینه: برشنا شرکت

🌐

Author