د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ، د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د طالبانو د دوو وزیرانو د نیولو د حکمونو علني کول یو "خورا مهم" او "د پام وړ" پرمختګ بللی دی.
ښاغلي بېنټ د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې دا اقدام په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونکو د حساب ورکولو په لاره کې یو مهم ګام دی. هغه په ځانګړې توګه د جنسیت پر بنسټ د ځورونې په اړه د محکمې تحلیل او د طالبانو په سیاستونو او کړنو باندې د هغې پلي کول خورا مهم وبلل.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دا پیښه "خورا لویه" وبلله او دا یې په افغانستان کې د بشري حقونو خراب وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته د نړیوالې ټولنې د جدي پاملرنې نښه وبلله. دا غبرګون په داسې حال کې راځي چې د بشري حقونو بنسټونو په وار وار د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سختو محدودیتونو نیوکې کړې دي.
نړیوالې جنایي محکمې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا او د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د نیولو حکمونه یې چې پخوا په پټه صادر شوي وو، علني کړي دي. د دغو دوو چارواکو تور د ښځو او نجونو د سیستماتیک ځورونې او د زده کړې په څیر د هغوی له اساسي حقونو څخه د محرومولو له لارې د بشریت ضد جنایت دی.
د محکمې دغه اقدام له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی. په داسې حال کې چې طالبانو دا بې اهمیته او بې اعتباره بللی، د بشري حقونو فعالانو او د دې ډلې مخالفینو یې د قربانیانو لپاره د عدالت د تامین په لور د یو مثبت ګام په توګه هرکلی کړی دی.
ریچارډ بېنټ د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه له ټاکل کیدو راهیسې، په دوامداره توګه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندیښمنونکي راپورونه وړاندې کړي او د افغانانو د حقونو د لا زیاتو سرغړونو د مخنیوي لپاره یې د جدي نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
سرچینه: د ریچارډ بېنټ ایکس حساب
🌐