د امریکا د تکزاس ایالت یوې محکمې یو ۲۱ کلن افغان سړی د څو ماشومانو د جنسي ځورونې په تور په ۳۵ کاله بند محکوم کړ. د بادشاه صاحي په نوم دغه سړي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د تخلیې عملیاتو په ترڅ کې امریکا ته له ننوتلو وروسته دا جرمونه کړي وو.
د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې د معلوماتو له مخې، صاحي سږ کال په پسرلي کې پر خپلو تورونو له اعتراف وروسته په دې سزا محکوم شو. د هغه په تورونو کې د ماشومانو په وړاندې د جنسي تیري څو قضیې او همدارنګه د ماشومانو اړوند د جنسي منځپانګو تولید او ساتل شامل دي.
د محکمې اسناد ښيي چې پولیسو صاحي د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تیري د څېړنو په پایله کې نیولی و. هغه دا نجلۍ له خپل کوره په موټر کې وړې وه او په بېلابېلو ځایونو کې یې جنسي ځورولې وه.
د هغه د موبایل تلیفون د تلاشۍ پرمهال، پوليسو د یوې کم عمرې نجلۍ ګڼ شمېر انځورونه او ویډیوګانې او له نورو ماشومانو سره د هغه پیغامونه وموندل. څېړنو وښودله چې صاحي د انلاین لوبو د یوې پلتفرم له لارې په انډیانا ایالت کې یو ۱۰ کلن ماشوم اړ کړی و چې جنسي ویډیوګانې جوړې او ورته واستوي. هغه د تکزاس په سن مارکوس ښار کې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ په جنسي تیري او د هغې په ویډیو کولو هم تورن شوی و.
امریکايي چارواکو تایید کړې چې بادشاه صاحي ته د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۵مه د افغان همکارانو د تخلیې پروګرام په چوکاټ کې امریکا ته د ننوتو اجازه ورکړل شوې وه. د امریکا د کورني امنیت تحقیقاتو ادارې ویلي چې صاحي "له مناسبې ارزونې او څېړنې پرته" امریکا ته داخل شوی او په یو "خطرناک ښکاري" بدل شوی و.
په دالاس کې د دې ادارې سرپرست، انتوین جونز وویل، امنیتي ځواکونو ډاډ ترلاسه کړ چې هغه به راتلونکي ۳۵ کاله په زندان کې تېر کړي. د امریکا څارنوال، رایان ریبولډ، هم ټینګار وکړ چې دا قضايي حوزه به د ماشومانو پر وړاندې د جنسي مجرمانو لپاره "امن ځای" نه وي.
دا قضیه په داسې حال کې رابرسیره کیږي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته شاوخوا ۱۹۰ زره افغانان د امریکا په بېلابېلو ټولنو کې ځای پر ځای شوي او د افغان پناه غوښتونکو د امنیتي څېړنو د بهیر په اړه بحثونه دوام لري.
سرچینه: د امریکا د کورني امنیت د تحقیقاتو اداره
🌐