د راپورونو له مخې، د طالبانو حکومت د کابل په لویدیځ کې د امید سبز ښارګوټي اوسیدونکي اړ کړي چې د خپلو کورونو د اوسیدو لپاره دغې ډلې ته کرایه ورکړي. دا پریکړه په زور او تهدید سره پلي کیږي او د شخصي ملکیتونو د غصب په اړه یې جدي اندیښنې راپورته کړي دي.
د افغانستان انټرنیشنل د راپور له مخې، طالبانو د دغو کورونو د هرې کوټې لپاره میاشتنۍ ۴۰۰۰ افغانۍ کرایه ټاکلې ده. د طالبانو د عدلیې وزارت وسله وال مامورین کور په کور ګرځي او د اوسیدونکو د ګوتو نښان په اخیستلو سره هغوی د دې جبري تړون منلو ته اړ کوي. هغو کسانو ته چې د دې پیسو د ورکړې توان نه لري، ویل شوي چې باید خپل کورونه خالي کړي.
دا پالیسي د کورونو پر اصلي مالکینو او همدارنګه پر هغو کرایه نیونکو پلي کیږي چې مخکې یې اصلي مالکینو ته کرایه ورکوله. دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې په دغه ښارګوټي کې د کورونو پېر او پلور او کرایه ورکول له څو میاشتو راهیسې د طالبانو له خوا منع شوي وو.
دا پریکړه وروسته له هغې وشوه چې د طالبانو د عدلیې وزارت د میزان په ۶ مه، د امید سبز ښارګوټي له ۱۵۰۰ جریبه زیاته ځمکه "امارتي" یا دولتي اعلان کړه او اوسیدونکو ته یې د اسد تر ۱۵ مې پورې وخت ورکړی و چې خپل کورونه خالي کړي.
د ښارګوټي اوسیدونکي وايي چې د طالبانو چلند له دوی سره د نورو هغو ښارګوټو په پرتله چې "امارتي" اعلان شوي، توپیر لري او سخت دی. د هغوی په وینا، په ځینو دغو ښارګوټو کې د پېر او پلور او کرایې عادي بهیر دوام لري، خو په امید سبز کې وضعیت بیخي بل ډول دی.
د ښارګوټي یوه اوسیدونکي ویلي، د طالبانو د پریکړې له مخې، دوی باید د روان کال د ثور میاشتې راهیسې دغې ډلې ته کرایه ورکړي، چې دا پر کورنیو دروند مالي بوج اچوي.
سرچینه: Afghanistan International
🌐