د ایران چاپ "جمهوري اسلامي" ورځپاڼې د چهارشنبې په خپله سرمقاله کې، د طالبانو حکومت "د ایران پر وړاندې د یوې خاموشه جګړې" په پرمخ وړلو تورن کړ. دې ورځپاڼې د کابل په اړه د تهران پر سیاست له سختې نیوکې سره، خبرداری ورکړ چې اوسنی چلند به د ایران د اوږدمهاله ګټو په زیان تمام شي.
د سرمقالې لیکوال دا نظر چې طالبانو په افغانستان کې د امریکا حضور ته د پای ټکی کېښود، یوه "تېروتنه" بللې او ادعا یې کړې چې دا ډله د واشنګټن په ملاتړ او پټ توافق واک ته راستنه شوې ده. د دې ورځپاڼې په وینا، د پخواني حکومت چټک سقوط او پر کابل د طالبانو بې مقاومته واکمني، د دې توافق نښې دي.
دې ورځپاڼې دا ادعا هم کړې چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته له امریکا سره خپلې اړیکې ساتلي او د واشنګټن له میاشتنیو مالي مرستو څخه برخمن دي. په سرمقاله کې راغلي چې طالبان په ورته وخت کې هڅه کوي په افغانستان کې د ایران دودیز نفوذ د تهران پلوه جریانونو او ځانګړو قومي او مذهبي ډلو په محدودولو سره کمزوری کړي.
د هلمند د اوبو حق موضوع هم د دې سرمقالې د نیوکې بله برخه ده. لیکوال په دې باور دی چې طالبانو په دې برخه کې مقابله کوونکی چلند غوره کړی دی. د هلمند د اوبو پر سر تاوتریخوالي په تېرو دریو کلونو کې څو ځله د دواړو خواوو اړیکې ترینګلې کړي دي.
جمهوري اسلامي ورځپاڼې د دې مطلب په بله برخه کې، له کوم سند پرته، طالبان ایران ته د خپلو عواملو په نفوذ ورکولو او په ځینو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي. دا ادعاوې په داسې حال کې مطرح کیږي چې تهران، سره له دې چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، د افغانستان سفارت یې دې ډلې ته سپارلی او له هغوی سره پراخې اړیکې لري.
د ایران او طالبانو اړیکې په تېرو دریو لسیزو کې تل له لوړو ژورو ډکې وې. که څه هم دواړه خواوې په ۱۳۷۰ لسیزه کې د جګړې په درشل کې وې، خو له ۲۰۰۱ کال وروسته د دوی ترمنځ د اړیکو کانالونه رامنځته شول چې تر اوسه یې دوام کړی دی.
سرچینه: Zarin TV
🌐