په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د نجونو د زده کړو د فعالې زرقا یفتلي د فعالیتونو په اړه یو مستند فلم په فرانسه کې د "کان کارپوریټ میډیا او تلویزیون جایزې" په سیالۍ کې د "سپینو زرو دلفین" جایزه وګټله. دا فلم د دې معتبرې جشنوارې د ۲۰۲۶ کال یو له ګټونکو څخه دی.

دا فلم د "په افغانستان کې د هیلو روزنه: د زرقا کیسه" په نوم جوړ شوی دی. دا مستند اثر د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د آغلې یفتلي فعالیتونه او په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د ملاتړ لپاره د هغې هڅې، په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو تر سیوري لاندې، انځوروي.

دا فلم د "پیوپل" تولیدي شرکت په همکارۍ او د "بشري ورورولۍ لپاره د زاید جایزې" په ملاتړ تولید شوی دی. د یادونې وړ ده چې زرقا یفتلي پخپله په ۲۰۲۶ کال کې د دې معتبرې نړیوالې جایزې یوه ګټونکې وه، چې د بشري حقونو په برخه کې یې د هغې د فعالیتونو ستاینه وشوه.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا جایزه فلم ته په اوسنیو سختو شرایطو کې د نجونو لپاره د زده کړو د حق د تامین لپاره د یوې افغانې ښځې د مبارزې د پیاوړي او اغېزناک روایت له امله ورکړل شوې ده.

آغلې یفتلي په اصل کې د بدخشان ولایت ده او کلونه یې په افغانستان کې د ښځو حقونو، ماشومانو حقونو او زده کړو ته د نجونو د لاسرسي په برخه کې کار کړی دی. واک ته د طالبانو له بیا راتګ وروسته، هغه له افغانستانه وتلو ته مجبوره شوه او اوسمهال په کاناډا کې اوسیږي، خو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د کان کارپوریټ میډیا او تلویزیون جایزې جشنوارې هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غوره سازماني فلمونه، مستند فلمونه، او تلویزیوني او آنلاین رسنیو تولیدات ارزوي او ستاینه کوي. د سپینو زرو دلفین جایزه ترلاسه کول د دې فلم لپاره او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په ګوته کولو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کیږي.

سرچینه: رسنیز راپورونه

🌐

Author