یو نوی راپور د کارپوهانو له قوله خبرداری ورکوي چې کابل په نړۍ کې لومړنی عصري ښار دی چې ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې، یعنې یوازې په څلورو کلونو کې، د ځمکې لاندې اوبو زېرمې یې پای ته ورسېږي. دا راپور، چې د سي اېن اېن خبري شبکې لخوا د "پراسپر ګلوبل" موسسې د موندنو پر بنسټ چمتو شوی، د افغانستان په پلازمېنه کې د اوبو بحران خورا جدي بولي.

د راپور له مخې، په تېره یوه لسیزه کې د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه نږدې ۳۰ متره راټیټه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې له دغو سرچینو څخه د اوبو استخراج د هغوی د بیا ډکېدو له کچې څخه خورا ډېر دی. اټکلونه ښيي چې پلازمېنه هر کال د شاوخوا ۴۴ میلیونه متر مکعب اوبو له کمښت سره مخ ده او د ښار نږدې نیمایي ژور څاګان هم وچ شوي دي.

د ځمکې لاندې اوبه د کابل د اوسیدونکو شاوخوا ۸۰ سلنه د اوبو اړتیا پوره کوي، خو راپور ټینګار کوي چې یوازې شاوخوا پنځمه برخه خلک منظمو نل لیکو اوبو ته لاسرسی لري. دې وضعیت د کابل د ډیری اوسیدونکو لپاره د اوبو بحران په یوې ترخې ورځنۍ واقعیت بدل کړی دی.

سي اېن اېن په خپل راپور کې د هغو کورنیو وضعیت ته کتنه کړې چې د څښاک د اوبو د ترلاسه کولو لپاره اړ دي ساعتونه د جوماتونو او لاسي پمپونو ترڅنګ په اوږدو کتارونو کې انتظار وکړي. ډیری نور اړ دي چې د خپل لږ عاید یوه لویه برخه د شخصي ټانکرونو څخه د اوبو په پیرودلو مصرف کړي.

راپور ښيي چې په کابل کې ځینې غریبې کورنۍ د خپلې میاشتنۍ عاید تر ۳۰ سلنې پورې د اوبو په پیرود مصرفوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په وینا، د اوبو د منلو وړ لګښت باید د یوې کورنۍ د عاید له درې سلنې څخه ډېر نه وي.

دغه بحران د اقتصادي او روغتیايي ستونزو ترڅنګ ټولنیز فشارونه هم زیات کړي دي. د پرله پسې وچکالۍ، د نفوسو د زیاتوالي او د اوبو د سرچینو د سم مدیریت نشتوالي سره، د کابل د میلیونونو اوسیدونکو لپاره راتلونکې خورا اندېښمنونکې ښکاري.

سرچینه: سی ان ان

🌐

Author