د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ازموینو ادارې ویاند ناصرخان شیرزی وايي چې د طبي فعالیت د جواز یا «ایګزېټ» ازموینه سبا د جمعې په ورځ اخيستل کېږي، خو نجونې به پکې ګډون نه لري.

شیرزي د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۶مه، وویل چې دا ازموینه به سبا د معالجوي طب له فارغانو واخیستل شي. د هغه په وینا، د غاښونو د طب د فارغانو ایګزېټ ازموینه به د تلې په ۲۴مه نېټه ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ښځینه فارغانې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په دې برخلیک ټاکونکې ازموینه کې له ګډونه محرومې دي. په افغانستان کې د طبي کار جواز ترلاسه کولو لپاره دا ازموینه اړینه ده او په دې کې د نه ګډون معنی د زرګونو نجونو لپاره د ډاکټر کېدو د هیلو پای ته رسېدل دي.

دغه محرومیت نه یوازې د تعلیم یافته ښځو پر کاري راتلونکي منفي اغېز کړی، بلکې روغتیايي خدمتونو ته یې د ښځو او نجونو لاسرسی هم له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان په څېر دودیزه ټولنه کې، ډیری کورنۍ غوره ګڼي چې د کورنۍ ښځینه غړي یې د ښځینه ډاکټرانو له خوا تداوي شي. له دې ازموینې څخه د ښځو محرومیت په ټول هېواد کې د ښځینه ډاکټرانو د سخت کمښت لامل شوی دی.

د بشري حقونو فعالانو او نړیوالو بنسټونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې دا محدودیتونه لرې کړي، خو تر اوسه یې غوښتنو ته پام نه دی شوی.

سرچینه: رسنۍ

🌐

Author