د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) وايي چې د افغانستان د ځانګړي وجهي صندوق (UN STFA) په ملاتړ یې په کندوز ولایت کې زیانمنو کورنیو ته د ۸۰۰ سرپناوو د بیارغونې چارې پیل کړې دي.
دغه پروګرام د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۶مه، په اېکس کې لیکلي چې افغانستان ته زرګونه راستنې شوې کورنۍ د مناسبې سرپناه له کموالي سره مخ دي. دا ګام د دې کورنیو د ژوند لپاره د خوندي ځای بیړنۍ اړتیا ته د ځواب ویلو په موخه اخیستل شوی دی.
نوموړي بنسټ ویلي چې د دغه پروګرام له پیل سربېره، پراخو سرپناوو ته اړتیا ده او ګڼې راستنې شوې کورنۍ د خپلو کورونو د بیارغونې یا رغونې لپاره مرستې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه راستنې شوې ګڼې افغانې کورنۍ بنسټيزو خدماتو ته د لاسرسي له ننګونې سره مخ دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې شاوخوا ۵.۴ میلیونه افغانان له ایران او پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي. د راستنیدونکو دې لویې څپې په افغانستان کې پر محدودو سرچینو لا ډیر فشار راوستی دی.
د سرپناه بیا رغونې پروګرامونه د دې راستنیدونکو سره د بیا یوځای کیدو او دوی ته د باثباته ژوند شرایطو برابرولو لپاره حیاتي دي.
سرچینه: UN-Habitat
🌐