افغان لوبغاړي راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه درجه
بندۍ کې په یو ورځنیو او شل
اوریزو لوبو کې د توپ
اچوونکو په کتار کې لومړی مقام خپل کړی دی.
دې سترې لاسته راوړنې د نړۍ په معاصر کرکټ کې د یوه مخکښ بالر په توګه د راشد خان ځای لا پسې پیاوړی کړ. هغه په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو لیګونو کې خپلې فوق العاده وړتیاوې ښودلې او اوس یې په نړیواله کچه هم دا مقام خپل کړ.
په ورته وخت کې، د افغانستان د ملي لوبډلې بل تکړه لوبغاړي، عظمتالله عمرزي، بیا د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په کتار کې خپل لومړی مقام ساتلی دی.
د عمرزي دا پرله پسې بریا د یو آلراونډر په توګه په افغان کرکټ کې د استعدادونو ژورتیا په ګوته کوي. د هغه وړتیا په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو کې هغه د ملي لوبډلې لپاره یو کلیدي لوبغاړی ګرځولی دی.
د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د دوو افغان لوبغاړو په سر کې ځای نیول د هېواد د ورزش لپاره یوه تاریخي شیبه ده. دا بریا په افغانستان کې د کرکټ د چټک پرمختګ او د نړیوالې کچې د نوي نسل لوبغاړو د راڅرګندېدو ثبوت دی.
دا لاسته راوړنې به په افغانستان کې ډېری ځوانان وهڅوي چې دې لوبې ته مخه کړي او د خپلو ملي اتلانو لاره تعقیب کړي.
سرچینه: د کرکټ نړیواله شورا (ICC)
🌐