په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د کرايي کورونو کمښت او د بیو لوړوالي بحران د ډېرو هېوادوالو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. خلک وايي، چې له ایران او پاکستان څخه د کډوالو جبري اخراج او ښارونو ته د طالب چارواکو ورتګ په ګډون ډېرو عواملو دغه بحران اوج ته رسولی دی.
د اوسېدونکو په وینا، د دې وضعیت اصلي لاملونه د ابادۍ د جواز اخیستلو پېچلې پروسه، د سړکونو جوړولو لپاره د کورونو نړول، له کلیو څخه ښارونو ته د طالب چارواکو او غړو پراخ هجوم، او په ښاري سیمو کې د کاري فرصتونو محدودیت دي. دې عواملو د کرايي کورونو غوښتنه زیاته کړې او په پایله کې یې بیې په بې سارې توګه لوړې شوې دي.
هېوادوال د کرايي بیو پر نشتوالي هم شکایت کوي. دوی وايي، که څه هم د طالبانو د عدلیې وزارت د کرایو لپاره نرخ ټاکلی، خو پر پلي کولو یې هېڅ څارنه نشته او د کور خاوندان په خپله خوښه کرایه او د قرارداد شرایط ټاکي.
د کابل یوه اوسېدونکي زموږ خبریال ته وویل: «د طالب چارواکو د کورونو کرایه له بیت المال څخه ورکول کېږي. دوی په ښارونو کې کورونه په هره بیه چې د کور خاوند یې وغواړي، نیسي او پيشکي هم د مالک په خوښه ورکوي. دې کار پر بېوزلو خلکو کورونه قحط کړي دي.»
دې وضعیت پر کم عایدو کورنیو سخت اقتصادي فشار راوستی، چې باید د خپلې میاشتنۍ عاید لویه برخه د کرایې په ورکولو ولګوي. ډېرې کورنۍ اړ شوي چې کوچنیو کورونو ته چې د ښار له مرکزونو لرې دي، کډه شي یا له څو کورنیو سره په یوه کور کې ژوند وکړي.
خلک له طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دې ستونزې لپاره یوه بیړنۍ حل لاره ومومي، د کورونو پر بازار د جدي څارنې له لارې د بیو د بې رویې لوړوالي مخه ونیسي، او د لا ډېرې ابادۍ لپاره زمینه برابره کړي ترڅو د عرضې او تقاضا ترمنځ توازن رامنځته شي.
سرچینه: د زرین ټی
وی خبری سرچينې
🌐