د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ادعا کړې چې کابل د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) په ګډون د ترهګرو ډلو لپاره پر یوه امن پټنځای بدل شوی دی. دې څرګندونو د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی نور هم زیات کړی دی.
د دغه وزارت ویاند سجاد حیدرخان د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، په یوه خبري غونډه کې وویل چې دا ډلې د پاکستان پر ضد د بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي. هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د پاکستان وروستي پوځي بریدونه "ډېر دقیق" وو او هغه مشخص ځایونه یې په نښه کړي چې دغو ډلو کارول.
د حیدرخان په وینا، اسلام اباد په وار وار د دغو ډلو دقیق موقعیت له طالبانو حکومت سره شریک کړی، خو د هغوی له خوا کوم اغېزناک اقدام نه دی شوی. هغه زیاته کړه: "هرکله چې طالبان د پاکستان ضد ډلو له ملاتړه لاس واخلي، اسلام اباد به له هغوی سره د دوستانه او ورورګلو اړیکو غوښتونکی وي."
دا ادعاوې په داسې حال کې کیږي چې د طالبانو حکومت تل په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو شتون او د نورو پر ضد د دې هېواد د خاورې کارول رد کړي دي. د طالبانو چارواکو په پرله پسې توګه ویلي چې اسلام اباد د خپل کورني امنیت په تامین کې پاتې راغلی او هڅه کوي خپله ناکامي پر افغانستان واچوي.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې وروسته له هغه ترینګلې شوې چې پاکستان د خوست او پکتیکا په ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل چې ملکي تلفات یې هم لرل. دې بریدونو د طالبانو حکومت سخت غبرګون راوپاروه.
شنونکي په دې باور دي چې دا متقابل تورونه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیچلې کوي او په سیمه کې پر امنیتي او اقتصادي همکاریو منفي اغېز کولی شي.
سرچینه: رسنۍ
🌐