په پکتیکا ولایت کې ځایي سرچینې وايي چې د مواصلاتي لارو د بندښت او د بازارونو د نشتوالي له امله د دغه ولایت د مڼو ډېری حاصلات د خرابېدو په حال کې دي. دې وضعیت د بڼوالو ټول کلنی زیار له منځه وړلو له ګواښ سره مخ کړی دی.

دغو سرچینو د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې بڼوال په اندېښنې سره د خپلو محصولاتو د خرابېدو شاهدان دي. د هغوی په وینا، د طالبانو حکومت د دې مهم محصول لپاره بازارموندنې او بهر ته یې د صادرولو په برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

پر دې سربېره، بڼوال په نورو برخو کې هم د ملاتړ له نشتوالي شکایت کوي. دوی وايي چې د ساتنې د سمو لارو چارو، پر وخت د حاصلاتو راټولولو او د سړو خونو جوړولو په برخه کې ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې او په دې اړه عامه پوهاوی هم نه دی ورکړل شوی.

د سرچینو په وینا، کروندګر او بڼوال د طالبانو له حکومت، ملي سوداګرو او اړوندو بنسټونو څخه غواړي چې ژر تر ژره د پکتیکا د مڼو حاصلاتو ته مناسب بازار ومومي ترڅو د لا زیاتو زیانونو مخه ونیول شي.

دا ستونزه په داسې حال کې خپل اوج ته رسېدلې چې له پاکستان سره د پولو او لارو تړل کېدو، چې بهر ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو یوازینۍ لویه لار وه، کروندګرو او د مېوو سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

پکتیکا په افغانستان کې د باکیفیته مڼو د تولید یو له مهمو ولایتونو څخه دی او په دې ولایت کې د ډېرو کورنیو اقتصاد پر بڼوالۍ ولاړ دی. د دې محصولاتو نه پلورل کېدل کولی شي په دې سیمه کې بې وزلي نوره هم زیاته کړي.

سرچینه: ۸صبح ورځپاڼه

🌐

Author