چینایي منډه وهونکې او د فټنس مشهوره څېره، سون یوان یوان، وروسته له هغه چې په انځورونو کې د سیالۍ پر مهال د بایسکل چلولو په حال کې ولیدل شوه، د ۲۰۲۶ کال د برلین له ماراتون څخه بې صلاحیته اعلان شوه. دې پېښې په ورزشي ټولنو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
دې منډه وهونکې چې په پیل کې یې د ۴۲.۲ کیلومتره واټن لپاره ۴ ساعته، ۵۳ دقیقې او ۴۶ ثانیې وخت ثبت کړی و، د دې درغلۍ له امله له رسمي پایلو څخه حذف شوه. د نندارچیانو له خوا اخیستل شوي انځورونه هغه د لارې په یوه برخه کې پر بایسکل سپره ښیي، چې دا د سیالۍ د قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
سون یوان یوان له دې رسوایۍ وروسته د "لنډې لارې" کارولو له امله بښنه غوښتې ده. خو دې بښنې د هغې د دې کار د جدي پایلو مخه ونه نیوله.
د "بروکس" په نوم د ورزشي جامو شرکت چې د دې منډه وهونکې مالي ملاتړی و، اعلان کړی چې له هغې سره یې خپل مالي تړون فسخ کړی دی. د دې شرکت یوه ویاند په یوه بیانیه کې د منډې وهلو په ورزش کې پر "صداقت، انصاف او درناوي" ټینګار وکړ.
د برلین ماراتون د نړۍ له شپږو لویو ماراتونونو څخه یو دی او هر کال له ټولې نړۍ څخه زرګونه مسلکي او شوقي منډه وهونکي پکې ګډون کوي. د دې سیالۍ قوانین پر عادلانه سیالۍ ټینګار کوي.
دې پېښې یو ځل بیا پر سیالیو د دقیق څار او د ورزشي روحیې د ساتلو اهمیت په ګوته کړ. د سیالۍ تنظیموونکو ویلي چې دوی په راتلونکي کې د داسې پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره پر لارو چارو غور کوي.
سرچینه: رسنۍ
🌐