امریکايۍ ډیپلومات مجلې په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي چې که څه هم د طالبانو مشرانو د خپلې لومړۍ دورې له تېروتنو زده کړه کړې او د هېواد په کنټرول او مدیریت کې ډېر پېچلي عمل کوي، خو له ایډیالوژیکي پلوه یې هېڅ بدلون نه دی کړی.

دا مقاله چې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۱۶مه، د "هغه درسونه چې طالبانو زده کړي" تر عنوان لاندې خپره شوه، استدلال کوي چې د طالبانو حکومت په محلي ټولنو کې د خپل نفوذ په پراخولو، په ټول هېواد کې د خپل حضور په پیاوړي کولو او د ګڼ شمېر امنیتي پوستو په جوړولو سره پر افغانستان خپل کنټرول ټینګ کړی دی. دا ډله اوس د ۱۹۹۰ لسیزې د خپلې لومړۍ واکمنۍ په پرتله د خلکو په څارنه او د تګ راتګ په مدیریت کې ډېره پیاوړې شوې ده.

خو د مقالې د لیکوالې، اګنیشکا پیکولیکا، په وینا، د حکومتولۍ په دې طریقه کې بدلون د دې ډلې په بنسټیزو باورونو او ایډیالوژۍ کې د بدلون په مانا نه دی. هغه امنیتي ثبات چې طالبان یې یادونه کوي، د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، د اساسي حقونو او آزادیو په پراخو محدودیتونو ترلاسه شوی دی.

مقاله له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، د ښځو پر کار او ټولنیز حضور سخت محدودیتونه او د رسنیو او منتقدینو پراخه ځپل د طالبانو د حکومتولۍ د پایلو په توګه یادوي. دا موارد ښيي چې د واک په ساتلو کې د طالبانو د وړتیا زیاتوالی د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي یا د ټولنیز چاپېریال د خلاصون لامل شوی نه دی.

ډیپلومات همدارنګه په افغانستان کې ژورو اقتصادي او بشري بحرانونو ته هم اشاره کړې ده. بې وزلي، بې کاري، د خوړو نه خوندیتوب او له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د پراخ راستنېدو له امله پر عامه خدمتونو مخ پر زیاتېدونکی فشار هغه لویې ننګونې دي چې د خلکو لویه برخه ورسره مخ ده.

د مقالې په یوه بله برخه کې، د سیمې د هېوادونو چلند ته اشاره شوې ده. د چین، روسیې او ځینو مرکزي اسیا هېوادونو په څېر هېوادونو د طالبانو له حکومت سره تعامل کړی او د دوی واکمني یې د یوه سیاسي واقعیت په توګه منلې ده. خو لیکواله ټینګار کوي چې دا سیمه ییز تعامل هم په طالبانو کې د ایډیالوژیکي بدلون نښه نه ده، بلکې د دې هېوادونو د جیوپولیټیکي محاسبو پایله ده.

سرچینه: ډیپلومات مجله

🌐

Author