د ناروې د کډوالو شورا (NRC) وايي، په کونړ ولایت کې له ویجاړوونکې زلزلې یو کال وروسته، اغېزمنې شوې کورنۍ لا هم د خپلو کورونو د بیارغونې او پاکو څښاک اوبو ته د لاسرسي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. د دغه راپور له مخې، ډېری اغېزمن شوي کسان لا هم په خیمو او لنډمهاله سرپناهونو کې ژوند کوي.
دغې شورا د جمعې په ورځ، د تلې په ۱۷مه، اعلان وکړ چې کارکوونکو یې له دې طبیعي ناورین یو کال وروسته یو ځل بیا په کونړ کې له زلزله ځپلو سیمو لیدنه کړې ده. په افغانستان کې د دې شورا سیمه ییز مدیر، جاکوپو کاری
دي، وویل چې په دغو سیمو کې اړتیاوې لا هم خورا پراخې دي.
د ښاغلي کاری
دي په وینا، "لږ شمېر خلکو سرپناه ته لاسرسی موندلی، په داسې حال کې چې ډېری اغېزمن شوي لا هم په خیمو او لنډمهاله سرپناهونو کې ژوند کوي." هغه د زلزله ځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره د بشردوستانه مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه ترڅو دوی وکولای شي خپل ژوند له سره پیل کړي.
د ناروې د کډوالو شورا دغه چارواکي ټینګار وکړ: "د بشردوستانه سازمانونو او بنسټونو له ملاتړ پرته، د دې سیمو خلک به ونه شي کولای چې د دې ناورین له پایلو څخه ځان وژغوري او خپل ژوند عادي حالت ته راوګرځوي."
د تېر کال (۱۴۰۴ هجري لمریز) د وږي میاشتې په لومړیو کې، د ریښتر په کچه شپږ درجې زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان په ګډون د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول. دې زلزلې چې د شپې په نیمایي کې وشوه، د سلګونو خټینو کورونو د نړېدو لامل شوه او لسګونه کورنۍ یې تر خاورو لاندې کړې.
دا ناورین پر هغو خلکو راغی چې له وړاندې یې هم له سختې بې وزلۍ او د خوړو له نه خوندیتوب سره لاس او ګرېوان وو. هغه مهال، د طالبانو حکومت اعلان کړی و چې په دې زلزله کې له دوه زرو څخه ډېر کسان مړه شوي دي، که څه هم د مرګ ژوبلې کره شمېره هېڅکله په خپلواکه توګه تایید نه شوه.
یو کال وروسته، په دې غرنیو او لرو پرتو سیمو کې بیارغونه په کراره روانه ده او اوسېدونکي یې لا هم د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
سرچینه: د ناروې د کډوالو شورا
🌐