د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلانو او د قرغزستان سفیر د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو، د ټرانزیټي همکاریو پر پراخولو او د پنځو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ پروژې د بیا فعالولو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۳مه، راپور ورکړی چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د ټرانسپورټ او ټرانزیټ کمېټې مشرتابه په کابل کې د قرغزستان له سفیر تورداکان سیدیکوف سره لیدلي دي.
د راپور پر بنسټ، دواړو لورو د چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د پنځو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ د پروژې پر ارزښت ټینګار کړی او دا یې د سیمهییز نښلون د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي لپاره حیاتي بللې ده.
د قرغزستان سفیر په دې لیدنه کې د دغو مهمو پروژو د عملي کار د پیل لپاره د خپل هېواد د چمتووالي خبر ورکړی دی. هغه له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا د بشکیک پر ژمنې ټینګار وکړ.
په دغو خبرو کې دواړو لورو د سوداګرۍ د اسانتیا، د ټرانسپورټي زیربناوو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. د مستقیمې سوداګریزې لارې جوړول کولی شي د توکو د لېږد وخت او لګښت د پام وړ کم کړي.
د پنځو هېوادونو د اوسپنې پټلۍ پروژه، چې له کلونو راهیسې تر بحث لاندې ده، که پلي شي، کولی شي افغانستان په سیمه کې په یوه مهم ترانزیټي مرکز بدل کړي او د دې هېواد او سیمې اقتصاد ته بدلون ورکړي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو حکومت هڅه کوي له سیمهییزو هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخې کړي او له نړیوالې انزوا څخه ووځي.
سرچینه: باختر خبري اژانس
🌐