د امریکا د اورګن ایالت په بند ښار کې په یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو په پایله کې، د دریو ماشومانو په ګډون، څلور کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي. دا خونړۍ پېښه د پنجشنبې په ورځ د "سیلور ریل" په لومړني ښوونځي کې رامنځته شوه.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، د دې پېښې قربانیان درې ماشومان دي چې عمرونه یې ۵، ۸ او ۱۱ کاله دي، او یو ښوونکی هم په وژل شویو کې شامل دی. همدارنګه یو اوه کلن ماشوم او یو ۵۴ کلن ښوونکی سخت ټپیان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.

په راپور کې راغلي چې بریدګر یو ۱۶ کلن ځوان و، چې د ښوونځي پر قلف دروازو له ډزو وروسته ودانۍ ته ننوتی و. ویل کیږي چې بریدګر ښوونځي ته له ننوتلو وروسته د یوه وسله وال ملکي وګړي له خوا په ډزو وژل شوی دی.

د بریدګر هویت او د برید انګېزه لا نه ده روښانه شوې او پولیس په دې اړه څېړنې کوي. دې پېښې یو ځل بیا په متحده ایالاتو کې د وسلو د کنټرول او د ښوونځیو د امنیت په اړه بحثونه راپورته کړي دي.

په امریکایي ښوونځیو کې خونړۍ ډزې په یوې اندېښمنونکې پدیدې بدلې شوې دي چې هر کال لسګونه قربانیان اخلي. د وسلو د کنټرول فعالان د وسلو د پېر او پلور لپاره د سختو قوانینو غوښتنه کوي، په داسې حال کې چې د دغو قوانینو مخالفین د اساسي قانون د دویم تعدیل پر بنسټ د وسلو د ګرځولو پر حق ټینګار کوي.

سرچینه: Fox News

🌐

Author