د چین په سوېل لوېدیځ کې د تبت په خپلواکه سیمه کې د ریښتر په کچه د اووه درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان مړه شوي، ۴۶ ټپیان دي او ۳۳۹ کورونه نړېدلي دي.
د "چاینا نیوز سرویس" خبري اژانس نن (جمعه، د لړم لومړۍ نېټه) راپور ورکړی چې د ۱۱ ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک دی. دا زلزله د پنجشنبې په شپه په سیمه ییز وخت په ناچو ښار کې وشوه او د پام وړ زیانونه یې واړول.
د چین د زلزلې مرکز د دې زلزلې ژوروالی ۱۰ کیلومتره اعلان کړی او مرکز یې د باچین ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې ښودلی دی. د ځمکې لړزې په پراخو سیمو کې، د لهاسا او ګاونډي چینګهای ولایت په ګډون، احساس شوې دي.
له پېښې وروسته، د چینايي مرستندویه ډلو له خوا د لټون او ژغورنې عملیات پیل شول. راپور ورکړل شوی چې د اور وژنې یو اته کسیز ټیم د جمعې په سهار شاوخوا ۲ بجې سیمې ته ورسېد او یو تن یې له کنډوالو څخه ژوندی را وایست.
دغې زلزلې د چینګهای-تبت پر پټلۍ د اورګاډو تګ راتګ هم ګډوډ کړی او د یو شمېر اورګاډو حرکت یې ځنډولی دی. له اصلي زلزلې وروسته څو نورې کوچنۍ زلزلې هم ثبت شوي، چې تر ټولو لویه یې ۴.۳ درجې وه.
دا پېښه د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې له ۶.۸ درجې مرګونې زلزلې څخه چې ۱۲۶ کسان یې وژلي وو، نږدې دوه کاله وروسته رامنځته کېږي. خو د تبت په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ زلزله په ۲۰۱۰ کال کې د ۷.۱ درجې په لویوالي سره وشوه چې له ۲۶۰۰ څخه د زیاتو کسانو د مړینې لامل شوه.
سرچینه: چاینا نیوز سرویس
🌐