په پاکستان کې د ایران سفیر، رضا امیري مقدم، په ټولنیزه شبکه اکس کې په یوه پیغام کې ویلي، چې پاکستان ته د ایراني توکو، په ځانګړې توګه د مایع ګازو د صادراتو لپاره هیڅ محدودیت نشته او د ایران پولې له ګاونډیو هیوادونو سره خلاصې دي.

هغه وویل چې د پاکستان د وارداتو د فورم د صادرولو په بهیر کې بدلونونو د ایراني کارګو په لیږد کې خنډ رامنځته کړی دی. د هغه په وینا، په اوس وخت کې د مایع ګازو سلګونه لارۍ چې د ریمدان له پولې څخه د پاکستان ګبد سیمې ته داخلې شوې، له څو اونیو تیریدو وروسته لا هم نه دي خالي شوي او نه هم خلاصې شوې.

امیري مقدم ټینګار وکړ چې سرحدي سوداګري د دواړو هیوادونو د ګټو لپاره مهمه ده او ایران له پاکستان سره په همغږۍ د موجوده ستونزو د حل، د توکو د لیږد اسانولو او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړه: "له ایران سره د پاکستان د پولو تړل، نه منطقي اقدام دی او نه به د دواړو لورو په ګټه وي."

دا ستونزه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې دواړه هیوادونه د خپلو اقتصادي همکاریو د پراخولو په لټه کې دي. د پاکستان سرحدي سیمې د کورني او سوداګریزو موخو لپاره له ایران څخه د مایع ګازو وارداتو ته ډیره اړتیا لري.

تمه کیږي چې د یوې چټکې حل لارې موندلو او دوه اړخیزې سوداګرۍ ته د نور زیان مخنیوي لپاره به ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شي.

سرچینه: رضا امیري مقدم، په پاکستان کې د ایران سفیر

🌐

Author