په بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د شهربزرګ په ولسوالۍ کې د یوه واده په مراسمو کې د موسیقۍ د مخنیوي لپاره د طالبانو د ځواکونو له مداخلې وروسته نښته رامنځته شوې ده. د دې پېښې په پایله کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکی وژل شوی او د دوو طالبانو په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه د شنبې په شپه، د لړم په دویمه، د وندیان په کلي کې رامنځته شوې ده. سیمه ییزو سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالب ځواکونه د واده مراسمو ته ورغلي وو ترڅو د موسیقۍ غږولو او پټاقیو د ډزو مخه ونیسي.

د سرچینو په وینا، نښته وروسته له هغه پیل شوه چې طالب ځواکونو لومړی د سیمې پر اوسیدونکو ډزې وکړې. د طالبانو دغه اقدام د ځوابي غبرګون سره مخ شو او د تاوتریخوالي لامل شو.

طالبانو په افغانستان کې واک ته له بیا رسېدو راهیسې پر موسیقۍ او ټولنیزو غونډو سخت بندیزونه لګولي دي. دا ډله موسیقي "حرامه" ګڼي او په ډېرو مواردو کې یې له هغو کسانو سره چلند کړی چې دا محدودیتونه یې له پامه غورځولي دي.

عیني شاهدان وايي چې له نښتې وروسته، طالب ځواکونو لږ تر لږه ۲۵ تنه نیولي او په سیمه کې یې د کورونو تلاشي او د خلکو ځورونه پیل کړې ده.

په بدخشان کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دې پېښې او د هغې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه یو ځل بیا د طالبانو د اجراییوي میتودونو او د افغانانو پر ورځني ژوند د هغې د اغېز په اړه اندېښنې راپورته کوي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author