د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، عبدالرحمان منیر، اعلان وکړ چې په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د نشه يي توکو د جرمونو په تړاو ۱۰،۰۶۵ کسان نیول شوي دي. دا شمېرې "د نشه یي توکو پر وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت مبارزه: حقیقتونه او لاسته راوړنې" په نوم په یوه غونډه کې وړاندې شوې.

ښاغلي منیر د سې شنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په دې غونډه کې، چې په کابل کې د بهرنیو استازو په حضور کې جوړه شوې وه، وویل چې د طالبانو حکومت سږکال د نشه يي توکو پر وړاندې ۲۵،۱۱۶ عملیات ترسره کړي دي. د هغه په وینا، دغو عملیاتو د دې شمېر کسانو د نیول کېدو لامل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې موده کې ۲۶،۵۰۰ هکتاره د کوکنارو او چرسو کښت له منځه وړل شوی دی. همدارنګه، د نشه يي توکو د پروسس ۳۰۱ لابراتوارونه، د کیمیاوي ټابلیټونو (کا ټابلیټ) د تولید دوه کارخانې او د الکولي مشروباتو د تولید ۱۵ کارخانې هم کشف او له منځه وړل شوې دي.

د طالبانو دغه چارواکي د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د خپل حکومت پر لاسته راوړنو ټینګار سره، له نړیوالې ټولنې څخه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت په برابرولو کې د ملاتړ غوښتنه وکړه. هغه وویل چې د نشه يي توکو د کښت د دوامداره مخنیوي لپاره، د قانوني کرنیزو محصولاتو ملاتړ اړین دی.

په ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د بیا واکمنېدو وروسته، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده، په یوه فرمان کې د هر ډول نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق منع اعلان کړ. د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې د کوکنارو کښت یې صفر ته رسولی دی.

خو د ملګرو ملتونو راپورونه یو بل ډول انځور وړاندې کوي. دا راپورونه ښيي چې د کوکنارو د کښت له کمښت سره سره، دا پدیده په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې او په ځینو سیمو کې لا هم دوام لري. پر دې سربېره، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د میتامفتامین په څېر د صنعتي نشه يي توکو په تولید کې د پام وړ زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

سرچینه: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت

🌐

Author