د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي وايي، "د افغانستان په ګاونډ کې" د نشه يي توکو پراخ کښت او قاچاق د دې ډلې لپاره تر ټولو لویه اندېښنه ده. هغه له کوم مشخص هېواد څخه د نوم اخیستو پرته، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې دې ستونزې ته پاملرنه وکړي.

دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په کابل کې "د نشه يي توکو پر وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت مبارزه: حقیقتونه او لاسته راوړنې" په نوم په یوه غونډه کې وشوې. ښاغلي متقي په دې غونډه کې، چې د بهرنیو دیپلوماتانو په حضور کې جوړه شوې وه، ټینګار وکړ چې که نړۍ د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو د تولید او قاچاق په مخنیوي کې مرسته ونه کړي، نو له دې پدیدې سره به د طالبانو مبارزه نیمګړې پاتې شي.

هغه همدارنګه په افغانستان کې د نشه يي توکو د وضعیت په اړه د راپور ورکولو پر څرنګوالي نیوکه وکړه او ویې ویل: "که زموږ اقدامات په دقیقه توګه ونه ارزول شي، که راپورونه په غیر مسلکي ډول چمتو شي او یا مغرضانه روایتونه ترویج شي، نو دا به له نشه يي توکو سره زموږ مبارزې ته لوی زیان ورسوي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د نشه يي توکو د منع کولو په اړه د دې ډلې د مشر فرمان په دې برخه کې د دوی د قاطع دریځ څرګندونه کوي او دوی خپلو ژمنو ته ژمن دي. د طالبانو حکومت پر هېواد د بیا واکمنېدو راهیسې ادعا کوي چې د کوکنارو کښت یې صفر ته رسولی دی.

په ورته وخت کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد نعیم هم په دې غونډه کې خبرې وکړې. هغه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت برابرول، د روږدو کسانو د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو ملاتړ، او د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې د طالبانو د "لاسته راوړنو" د ساتلو لپاره تخنیکي او سیمه ییزې همکارۍ اړینې وبللې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتونو راپورونه ښیي چې د کوکنارو د کښت له پام وړ کمښت سره سره، په افغانستان کې د صنعتي نشه يي توکو، په ځانګړې توګه د میتامفتامین (شیشه) تولید په شدت سره زیات شوی او دا هېواد په سیمه کې د دې موادو په یوه لوی تولیدوونکي بدل شوی دی.

سرچینه: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت

🌐

Author