د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د رسنیز سواد د نړیوالې اوونۍ په مناسبت په یوه راپور کې اعلان وکړ چې د ځوانانو ترمنځ د خبرونو د مصرف بڼه په شدت سره بدله شوې ده.

د دې راپور له مخې، په ۴۸ څیړل شویو هیوادونو کې د ۱۸ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکي ۵۲ سلنه ځوانان خپل خبرونه او معلومات عمدتاً د ټولنیزو رسنیو، د یوټیوب او ټیک ټاک په څیر ویډیویي پلیټ فارمونو، او د مصنوعي ځیرکتیا چټ بوټونو له لارې ترلاسه کوي. دا موندنه ښیي چې دودیزې رسنۍ لکه تلویزیون او ورځپاڼو د دې نسل په منځ کې خپل ځای له لاسه ورکړی دی.

یونسکو خبرداری ورکوي چې دا بدلون ځوان نسل له خبرونو د صرف اوریدونکو څخه د اطلاعاتو د جریان په تولیدونکو، بیا خپرونکو او بڼه ورکوونکو بدل کړی دی. دا موضوع د رسنیز سواد او د اطلاعاتو د انتقادي ارزونې وړتیا اهمیت تر بل هر وخت ډیروي.

دا بدلون د افغانستان د ځوانانو لپاره هم ځانګړی اهمیت لري. په داسې یو هیواد کې چې ازادو رسنیو ته لاسرسی محدود دی، ځوانان په زیاتیدونکې توګه د زده کړې، پوهاوي او ورځنیو اړیکو لپاره پر انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو تکیه کوي.

کارپوهان وايي چې که څه هم اطلاعاتو ته لاسرسی اسانه شوی، خو له ناسمو اطلاعاتو، جعلي خبرونو او پټو تبلیغاتو څخه د دقیقو خبرونو تشخیص کول په یوه حیاتي مهارت بدل شوی دی. له دې مهارت پرته، وګړي د ګمراه کوونکو اطلاعاتو په وړاندې ډیر زیان منونکي کیږي.

یونسکو له دولتونو، رسنیو او ښوونیزو بنسټونو غوښتي چې د وګړو، په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ د اطلاعاتو د انتقادي ارزونې مهارتونو د پیاوړتیا لپاره د رسنیز سواد د زده کړې پروګرامونه پراخ کړي. د سږکال د رسنیز سواد د نړیوالې اوونۍ شعار "موږ ټول رول لرو" دی چې په مسؤلانه توګه د اطلاعاتو په تولید او خپرولو کې پر ګډ مسؤلیت ټینګار کوي. سرچینه: یونسکو

🌐

Author