د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۱مه، اعلان وکړ چې تهران په پام کې لري په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه یوه بله څلور اړخیزه غونډه جوړه کړي. اسماعیل بقایي وویل چې سیمه‌ییزو تحولاتو د دې لامل نه دي شوي چې ایران د افغانستان اړوند بهیرونو او د سیمې په امنیت کې د دغه هېواد د رول له ارزښته غافل شي.

ښاغلي بقایي په خپله اوونیزه خبري غونډه کې زیاته کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو خپلو سیمه‌ییزو سفرونو، د ترکیې او پاکستان په ګډون، کې د افغانستان موضوع تعقیب کړې ده. د هغه په وینا، د تلې په میاشت کې د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې هم د دې بهیر د دوام لپاره سلا مشورې شوې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د تلې میاشتې سیمه‌ییزو غونډو، لکه د شانګهای همکاریو سازمان، څلور اړخیزې غونډې، او مسکو فارمټ ته په اشارې وویل چې تهران د افغانستان تحولات په جدیت سره څاري. هغه د راتلونکې غونډې د کره نېټې او د ګډونوالو د کچې په اړه نور جزئیات ورنکړل.

د افغانستان لپاره د سیمه‌ییز تماس ډله د ایران په نوښت او په افغانستان کې د تحولاتو په وړاندې د سیمې هېوادونو د دریځ همغږي کولو په موخه جوړه شوې ده. دا ډله د ایران، چین، روسیې او پاکستان د ځانګړو استازو څخه جوړه ده.

د دې ډلې د سلا مشورو لومړی پړاو د ۱۴۰۲ کال د سلواغې په ۹مه په کابل کې ترسره شو چې د ایران، چین، پاکستان، روسیې او یو شمېر نورو سیمه‌ییزو هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.

د دې ډلې دویمه غونډه د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په ۱۹مه په تهران کې د ایران، چین، روسیې او پاکستان استازو په حضور کې جوړه شوه. طالبان هم وربلل شوي وو، خو ګډون یې ونه کړ. په دې غونډه کې له طالبانو سره پر ډله‌ییز تعامل، ترهګریزو ګواښونو او د افغانستان پر امنیتي او اقتصادي وضعیت خبرې وشوې.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي، حسن کاظمي قمي، هغه مهال د دې غونډو د دریم پړاو د جوړېدو د څېړلو خبر ورکړی و. اوس داسې ښکاري چې تهران د دې سیمه‌ییزو خبرو اترو د راتلونکي پړاو کوربه‌توب ته چمتووالی نیسي.

سرچینه: د ایران رسنۍ

🌐

Author