د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر او سیاسي شخصیت، عمر داوودزی، اعلان وکړ چې "د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع" د مشرتابه شورا د دوره يي مشر په توګه ټاکل شوی دی. دا مسؤلیت هغه ته د یوې میاشتې لپاره سپارل شوی دی.
ښاغلي داوودزي د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۱مه، په یوه پیغام کې د دې مجمع د مشرتابه شورا د غړو له باور څخه مننه وکړه. هغه دا مسؤلیت د خپل هیواد او خلکو پر وړاندې "هم یو لوی ویاړ او هم یو دروند مسؤلیت" وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د نورو غړو په مشوره او همکارۍ به یې په سمه توګه ترسره کړي.
د دوره يي مشر ټاکنه د طالبانو ضد د دې سیاسي ائتلاف د چرخشي مشرتابه جوړښت یوه برخه ده. د اعلان شوي جوړښت له مخې، مشرتابه شورا هر میاشت له خپلو غړو څخه یو دوره يي مشر ټاکي ترڅو د چارو همغږي پر غاړه واخلي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع د ۱۴۰۳ کال د قوس په ۱۵مه (د ۲۰۲۴ کال د دسمبر ۵مه) د یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او د پخواني جمهوري حکومت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې خپله موجودیت اعلان کړ. د دې ائتلاف موخه د طالبانو د حکومت پر وړاندې د یوه ګډ سیاسي دریځ رامنځته کول ښودل شوي دي.
د احمد مسعود، عطامحمد نور، عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي، صلاح الدین رباني، محمد محقق، عبدرب الرسول سیاف او محمد یونس قانوني په څېر پېژندل شوې څېرې له دې ائتلاف سره تړاو لري. دا شورا هڅه کوي چې د طالبانو ضد بېلابېل سیاسي جریانونه تر یو چتر لاندې همغږي کړي.
د ۱۴۰۴ کال د حمل په ۱۹مه (د ۲۰۲۵ کال د اپریل ۸مه) راپور ورکړل شو چې عمر داوودزی د دې شورا د اجراییوي رییس په توګه ټاکل شوی او د ۳۴ نویو غړو په ورزیاتېدو سره یې د غړو شمېر ۷۱ ته لوړ شوی دی. د دوره يي ریاست څرخښت د دې سیاسي جریان په مشرتابه کې د تحرک او ګډون د ساتلو هڅه په ګوته کوي.
واک ته د طالبانو له بیا راتګ راهیسې، د پخواني حکومت د شخصیتونو لخوا له هیواده بهر څو سیاسي ائتلافونه جوړ شوي، خو تر اوسه دا هڅې نه دي توانېدلي چې په افغانستان کې دننه د طالبانو حکومت ته یو جدي ننګونه رامنځته کړي.
سرچینه: عمر داوودزی
🌐