د «بې پولې خبریالانو» سازمان (RSF) د «رسنیو د ازادۍ د دښمنانو» کلنی نوملړ خپور کړ، چې په کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په ګډون د ۳۳ کسانو او بنسټونو نومونه شامل دي. دا نوملړ د دوشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۱مه، «د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت پای ته رسولو نړیوالې ورځې» سره هم

مهاله خپور شو.

بې پولې خبریالان وایي، په دې نوملړ کې شامل کسان او بنسټونه په ۲۰۲۶ کال کې په بېلابېلو لارو لکه ګواښ، نیونه، تاوتریخوالی، حقوقي او اقتصادي فشارونو او تبلیغاتو له لارې د رسنیو ازادي او د خپلواک ژورنالیزم فعالیتونه محدود کړي دي. دا نوملړ په پنځو برخو ویشل شوی: سیاسي، امنیتي، حقوقي، اقتصادي او ټولنیز.

په سیاسي برخه کې، ملا هبت الله اخندزاده د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په څېر څېرو ترڅنګ راغلی دی. دغه سازمان وایي، دا کسان رسنۍ غلې کوي او محدودوي.

په امنیتي برخه کې، چې د خبریالانو نیولو یا وژلو ته ځانګړې شوې، د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان او د اسراییلو پوځ نومونه ذکر شوي دي. بې پولې خبریالان وایي، په غزه کې شاوخوا ۲۲۰ خبریالان وژل شوي دي.

په حقوقي برخه کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر خبریالانو د فشار لپاره له قانون څخه د کار اخیستو له امله په نوملړ کې شامل شوی دی. په اقتصادي برخه کې، د میټا (د فیسبوک مالک) او الفابټ (د ګوګل مالک) په څېر شرکتونه د رسنیو د مالي کمزورتیا له امله معرفي شوي دي. په ټولنیزه برخه کې، د ایکس شبکې مالک ایلان ماسک د خبریالانو د بدنامولو له امله په دې نوملړ کې ځای لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړي ځل لپاره په دې نوملړ کې شامل شوی دی. بې پولې خبریالان وایي، هغه له خپل سیاسي ځواک څخه د هغو رسنیو د ویرولو لپاره کار اخیستی چې راپورونه یې د هغه له دریځونو سره سمون نه لري.

دغه سازمان ټینګار کړی چې دا نوملړ بشپړ نه دی، بلکې د هغو کسانو بېلګې وړاندې کوي چې د دوی په باور، په هدفي توګه یې د رسنیو ازادي کمزورې کړې ده.

سرچینه: بې پولې خبریالان

🌐

Author