د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ډیموکراتې څانګې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د ټرمپ ادارې پلان «شرموونکی» بللی او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته ستنول د هغوی او د هغوی د کورنیو ژوند د طالبانو له لوري له خطر سره مخ کوي.

دې کمېټې د سه‌شنبې په ورځ، د لړم په ۱۲مه، په خواله رسنۍ ایکس کې په یوه پیغام کې ولیکل: «زموږ افغان متحدینو زموږ د سرتېرو ترڅنګ اوږه په اوږه جګړه وکړه او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ. اوس د ټرمپ اداره پلان لري چې هغوی او کورنۍ یې داسې ځای ته بېرته واستوي چې هلته ممکن د طالبانو له لوري له ځورونې او حتی مرګ سره مخ شي.» په پیغام کې ټینګار شوی چې «دا یو شرموونکی عمل دی او د هر هغه څه خلاف دی چې امریکا یې استازیتوب کوي.»

دا سخت غبرګون د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه راپور له خپرېدو وروسته راغی. دغه راپور افشا کړی چې د ټرمپ ادارې لږ تر لږه ۱۵۰ افغان پناه غوښتونکي د لویزیانا په ایالت کې نیولي او هوډ لري چې لومړی یې پاکستان او بیا له هغه ځایه د ځمکې له لارې افغانستان ته وباسي.

ویل کېږي په نیول شویو کسانو کې د هغو کسانو خپلوان هم شته چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور پر مهال یې له دغو ځواکونو سره همکاري کړې وه. دغو کسانو په ۲۰۲۱ کال کې د پخواني حکومت له نسکورېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ځانګړو مهاجرتي ویزو یا پناه غوښتنې له لارې امریکا ته راغلي وو.

د پناه غوښتونکو د حقونو د دفاع ډلو خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته ستنول، له بهرنیو ځواکونو سره د دوی د همکارۍ تاریخ ته په کتو، د دوی لپاره مرګونې پایلې لرلای شي. تر دې وړاندې هم د دواړو ګوندونو یو شمېر امریکايي قانون جوړونکو د بهرنیو چارو او کورني امنیت وزیرانو ته په یوه لیک کې د دې ایستلو پلان د سمدستي درولو غوښتنه کړې وه.

له هغو افغان متحدینو څخه ملاتړ چې په دوه لسیزې جګړه کې د امریکايي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وو، په دودیز ډول د ډیموکرات او جمهوري غوښتونکي دواړو ګوندونو د هوکړې وړ موضوع وه. خو د ټرمپ ادارې سخت مهاجرتي سیاستونو دا موضوع د دواړو ګوندونو ترمنځ د اختلاف په یوه اصلي ټکي بدله کړې او د دغو پناه غوښتونکو د برخلیک په اړه یې جدي اندیښنې راپورته کړې دي.

سرچینه: نیویارک ټایمز

🌐

Author