په اروپا کې لږ تر لږه اووه الوتنې او یوه تفریحي بېړۍ د سه‌شنبې په ورځ د بمي بریدونو له ګواښ سره مخ شوې، چې په پایله کې یې په څو هوايي ډګرونو کې خنډونه رامنځته شول. د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، له دې ګواښونو سره سره، له پراخو پلټنو وروسته په هیڅ یوه پېښه کې چاودېدونکي توکي ونه موندل شول.

دغو ګواښونو پولنډ، بلغاریا، ایټالیا او هسپانیا ته روانې الوتنې په نښه کړې وې. د دې پېښې په پایله کې، د پولنډ پلازمېنې وارسا ته نږدې د موډلین هوايي ډګر د یو څه وخت لپاره وتړل شو او د ایټالیا هوايي ځواک هم له ډوبلین څخه روم ته روانه د رایان

ایر یوه الوتنه تر خوندي کوزېدو پورې بدرګه کړه.

د بلغاریا د ټرانسپورټ وزارت اعلان وکړ چې له میلان او ډوبلین څخه صوفیا ته دوه الوتنې له ګواښ ترلاسه کولو وروسته په خوندي توګه کوزې شوې او پلټنو کومه نتیجه ورنکړه. په هسپانیا کې هم، له منچسټر څخه د رایان

ایر د بلې الوتنې له ګواښل کېدو وروسته د مورسیا هوايي ډګر ځینې برخې په موقتي توګه وتړل شوې، خو چارواکو وروسته تایید کړه چې ګواښ دروغ و.

پر الوتنو سربېره، په یونان کې یوه تفریحي بېړۍ چې اسراییلو ته روانه وه هم د ورته ګواښ له ترلاسه کولو وروسته وپلټل شوه. د ګواښونو دې همغږې څپې په اروپا کې د هوايي چلند امنیت په اړه اندیښنې راپورته کړې دي.

د «اسپري فلایټ سولوشنز» په نوم د هوايي چلند امنیت مشورتي شرکت د تحلیل مدیر، رایس جونز وویل چې په یوه ورځ کې د الوتنو پر وړاندې د اوو تایید شویو بمي ګواښونو ثبتول یوه استثنایي پېښه ده. د هغه په وینا، د دې ګواښونو احتمالي موخه د هوايي چلند په فعالیتونو کې پراخ خنډ رامنځته کول او د عامه ویرې خپرول وو.

د «دیامي» په نوم د هوايي چلند امنیت ډلې مشر، اریک شوتن، احتمال ورکړ چې دا پېښې ممکن د روسیې د دولتي فعالانو له فعالیتونو سره تړاو ولري. هغه استدلال وکړ چې دا ډول کړنې د اروپا د حیاتي زیربناوو د ګډوډولو هڅو له نمونې سره سمون لري. خو تر اوسه کوم فرد یا ډلې د دې ګواښونو مسؤلیت نه دی منلی او اروپايي چارواکو هم په رسمي توګه څوک نه دي تورن کړي.

سرچینه: رویټرز

🌐

Author