د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان وکړ چې یو ۲۶ کلن وینزویلايي وګړی د سپینې ماڼۍ ترڅنګ په خپل موټر کې له درېیو وسلو سره نیول شوی دی. د ان‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، یاد کس امنیتي ځواکونو ته ویلي چې په سر کې یې ځینو غږونو ورته د ډونالډ ټرمپ د وژلو امر کاوه.

د امریکا د پټ خدمت ادارې مامورانو د پنجشنبې په شپه روني یوردریکس ګوانیپا چرينوس د واشنګټن په کانسټیټیوشن سړک کې په یوه درول شوي موټر کې وموند. محکمې ته د وړاندې شوو اسنادو له مخې، هغه د مامورانو د نږدې کېدو پر مهال ویده و او ماموران لومړی د هغه د روغتیايي حالت کتلو لپاره ورغلل.

په دغه سند کې راغلي چې چرينوس د ګوګل ژباړې له لارې مامورانو ته وویل چې وسلې ورسره دي او غواړي حکومت ته یې وسپاري. چارواکو د موټر له پلټنې وروسته یو ای‌ارـ۱۵ ټوپک، یو مکـ۱۰ ډوله وسله، یو ګلاک تومانچه او یو شمېر ناثبت شوي مهمات ترلاسه کړل.

امنیتي چارواکو ویلي چې موټر د غلا شوي په توګه ثبت شوی و، خو تورن کس ادعا کړې چې موټر د هغه د کارفرما دی او هغه ته په امانت ورکړل شوی و. هغه همدا راز ویلي چې وسلې یې یوه میاشت مخکې اخیستې وې او په همدې موټر کې اوسېده.

چرينوس د بې‌اسناده وسلو او مهماتو ساتلو، د وسلو ناقانونه لېږد، د موټر بې‌اجازې کارولو او د غلا شویو مالونو د ساتلو په تور محاکمه کېږي. خو په اوسني رسمي تورلیک کې د ولسمشر د ترور د هڅې اړوند کوم ځانګړی تور نه دی ثبت شوی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت څرګنده کړه چې دغه کس په ۲۰۲۴ کال کې په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوی و او تر نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شوی و. د پټ خدمت مشر شان کوران د خپلو مامورانو د اقدام ستاینه کړې او د احتمالي امنیتي ګواښونو پر ډېرېدو یې اندېښنه وښوده.

سرچینه: ان‌بي‌سي نیوز

🌐

Author