د اروپا پارلمان غړو د عریضو د کمېټې په غونډه کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د سرغړونو پر دوام نیوکه وکړه او د عملي ګامونو پورته کېدو غوښتنه یې وکړه.
په دې ناسته کې ځینو اروپايي استازو له طالبانو سره د اړیکو پر عادي کولو نیوکې وکړې او د ښځو د حقونو د سرغړونکو د ځواب ویلو غوښتونکي شول.
د اروپا په پارلمان کې د هسپانیې استازې مارګاریتا د لا پیسا کاریون وویل چې طالبانو ښځې پر دویمه درجه وګړو بدلې کړې دي او خپلې ځپونکې تګلارې د قانون او شریعت په نوم توجیه کوي. هغې له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو د حقونو د نقض کوونکو پر وړاندې عملي چلند وکړي.
همدارنګه الویسه پرز فرناندز، د پارلمان بل استازي څرګنده کړه چې اروپايي کمېسیون نه شي کولای له یوه لوري د بشري حقونو خبره وکړي او له بل لوري د طالبانو له چارواکو سره ناستې او خبرې اترې ولري.
په همدې حال کې د افغانستان د پخواني پارلمان غړي بکتاش سیاوش وویل چې د افغانستان خلک یوازې د خواخوږۍ بیانونو ته اړتیا نه لري، بلکې سیاسي زړورتیا او روښانه انتخاب ته اړتیا ده.
په غبرګون کې، د اروپايي کمېسیون مرستیالې هنا ویرکونن وویل چې اروپايي ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په اړیکو کې هر ډول بدلون د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پرمختګ پورې تړلی دی. هغې زیاته کړه چې په کابل کې د اروپايي ټولنې حضور یوازې د څارنې او له ښځو او نورو خلکو سره د خبرو لپاره دی.
سرچینه: د اروپا پارلمان د عریضو کمېټه
🌐