د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار په اسلامآباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان تېر حکومت ډیموکراټیک وباله او ویې ویل چې هېواد یې د کابل اوسنۍ اداره په رسمیت نه پېژني.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اسحاق دار څرګنده کړه چې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) په دارالانشا کې د افغانستان غړیتوب ځنډول شوی او له همدې کبله په اسلامآباد کې د ایکو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته طالبان نه وو بلل شوي، بلکې د تېر جمهوري نظام بیرغ پکې نندارې ته ایښودل شوی و.
نوموړي زیاته کړه چې په تېر څه باندې یوه کال کې د اسلامآباد او طالبانو اړیکې خرابې شوې دي او پاکستاني چارواکو دا اداره غیرقانوني، غیرټولګډونه او د وسلهوالو ډلو ملاتړې بللې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې کابل ته په خپلو پخوانیو سفرونو کې د پاکستان یوازینۍ غوښتنه دا وه چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان پر ضد ونه کارول شي، خو دا ژمنه پوره نه شوه.
دار د تېر کال د تلې میاشتې سرحدي پېښې د نه منلو وړ وبللې او ویې ویل چې اسلامآباد لارې وتړلې، خو اجازه یې ورکړه چې د ملګرو ملتونو شاوخوا ۱٬۰۰۰ کانټینره بشري مرستې په یوه میاشت کې افغانستان ته ولېږدول شي.
هغه په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو د شتون ادعا وکړه او ویې ویل چې پاکستان د سوداګریزو راکړو ورکړو بیا پیلېدل غواړي، خو په دې شرط چې د دغو ډلو پر وړاندې باوري او ثابت اقدامات وشي.
سرچینه: پاکستاني رسنۍ
🌐