سيانان خبري شبکې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران په واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د لوړپوړو چارواکو پر ضد د راډیو اکټیف موادو یا کیمیاوي وسلو د احتمالي کارولو لارې چارې ارزولې دي.
دغه راپور کاږي چې د امریکا استخباراتي بنسټونو د ایران دا ډول احتمالي تحرکات او ارزونې تر څارنې لاندې نیولي دي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ دا تورونه په کلکه رد کړي او ټینګار یې کړی چې ایران په هر ډول شرایطو کې د کیمیاوي وسلو کارول غیرقانوني بولي.
سيانان زیاته کړې چې تر اوسه داسې کوم شواهد نشته چې وښيي ایران د داسې برید د ترسره کولو پرېکړه کړې وي.
سپینې ماڼۍ هم څرګنده کړې ده چې په اوسني وخت کې د امریکا د چارواکو پر وړاندې هېڅ ډول مشخص او باوري ګواښ نه دی پېژندل شوی.
د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې په وروستیو میاشتو کې د نویو تحولاتو له امله د پام وړ زیاتې شوې دي.
سرچینه: سيانان
🌐